د طالبانو له موقته حکومته د  ملګروملتو د امنیت شورا غوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113914-د_طالبانو_له_موقته_حکومته_د_ملګروملتو_د_امنیت_شورا_غوښته
د ملګروملتو امنیت شورا له طالبانو ډلې غوښتي،په ښونځیو کې  د انجونو د زده کړې د دوام او شتون زمینه دې  زرترزره برابره کړي .دغې شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټينګار کړی دی،د انجونو د ښونځیو دچټي کیدا د دوام لپاره د طالبانو فیصله،له نړیوالې ټولنې سره  دتعامل لپاره ددغې ډلې دژمنتیا خلاف  ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 26, 2022 09:48 Asia/Kabul
  • د طالبانو له موقته حکومته  د  ملګروملتو د امنیت شورا غوښته

د ملګروملتو امنیت شورا له طالبانو ډلې غوښتي،په ښونځیو کې  د انجونو د زده کړې د دوام او شتون زمینه دې  زرترزره برابره کړي .دغې شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ټينګار کړی دی،د انجونو د ښونځیو دچټي کیدا د دوام لپاره د طالبانو فیصله،له نړیوالې ټولنې سره  دتعامل لپاره ددغې ډلې دژمنتیا خلاف  ده .

 

 د تیر اګست له پنځلسمې نیټې پر افغانستان د طالبانو له بیا مسلط کید اوروسته ،په دغه  هیواد کې  نه یوازې ډير کارکسبونه چټي شول ،بلکې  په ښونځیو او پوهنتونونو کې له شتونه هم انجونې منع کړئ شوي دي .په حقیقت کې د ښاریزو د حقوقو د رعایتولو او د یوه ژمن ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره  له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره دطالبانو له ژمنې سره سره،تردې ده دغې ډلې  په دې باب خپله هیڅ یوې ژمنې باندې عمل نه دی کړی .ځيني ټولنې  د طالبانو له ژمنې سره سره په افغانستان کې د انجونو د ښونځيو له پرانیستو  ډډه کول ، د طالبانو ډلې  مشرانو په سویه  د اختلافاتو د رابرسیره کیدا او د دوي په کابینې کې د ځینو بدلونونو ځیری ورکوي .خو داسې ښکاري ،د افغانستان د تعلیمي او ښونیزو ټولنو پشمول په ټولنې کې د ښځو او انجونو له شتون سره مخالفت،د طالبانو د اعتقادي مسئلو نه بیلیدونکي برخه،سره کرښه  او اعلان شوی سیاست دی چې ظاهرا لیرې ښکاري،چې له دې موضوع سره پخلا شي .

 داپه داسې حال کې دي چې د تحلیلګرانو دچینل په شمول د افغانستان دځينو چینلونوو د تحقیقاتو په اساس،د طالب مشرانو ځيني بچیان په تیره بیا د دوي لوڼه،د قطرپه شمول له افغانستانه په بهر کې زده کړې کوي .له امریکا سره د طالبانو د هغه مرکچي ټيم د یوه غړي په وینا ،چې د واشنګټن  له خوا  ئې پلان شوي غونډه لغوه شوي،د طالبانو د کابینې د وزیرانو  لوڼه ، دقطر په پوهنتونونو او دپاکستان په ښونځیو کې  د طب پشمول په ځینو نورو څانګو کې په زده کړې بوختې دي .

    دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې  د انجونو دزده کړې له دوام سره د طالبانو مخالفت ،یوازې  له خپلو سیاستونو سره د افغانستان د  ټولنې د دودیزې برخې د یوځای کولو لپاره  د دوي د تش په نامه مذهبی سیاستونو په اساس  نه دي ،ځکه  د طالبانو مشرانو په پاکستانیو او قطري  ښونځیو اوپوهنتونونو کې د خپلو لوڼو د نامو په ثبتولو سره،د افغانستان د ولس په وړاندې  دوه ګوڼی  سیاست  نندارې ته  وړاندې کړی ،چې په لازیاتې ایشوا کیدا سره به ئې د افغانستان د  ولس او په تیره بیا دهغو دودیزو کورنیو په  نزد د دطالبانو څيره چې د طالبانو عقایدو ته ډير په احترام سره ګوري ، تر ډيره حده خرابه شي .

د ډیلی ټيلګراف د راپور په اساس ،چې د طالبانو له ځينو مشرانو او وزیرانو سره ئې خبرې کولې،دوي پخپلو دوهمو تعلیمیافته ماندینو پسې دي .ځکه  دوي د خپلو بچیانو د ښې روزنې سبب ئې ګڼي .پردې سربیره  طالبانو خپله لوڼه  له افغانستانه په بره ښونځیو کې چې په بهرنیو ژبو او کمپیوټرو سره ورته زده کړې ورکوي،داخلی کړي دي  او په پټه په زده کړو بوختې دي .

 په هر حال ،طالبان د افغان ښاریزو لپاره د بشری حقوقو د رعایتولو او د  انسان دوستۍ  په نامې سره ،تل ادعا کوي،چې  دخپل حاکمیّت دنړیوالې پيژندنې لپاره  ئې درست لازم شرائط برابر  کړي  دي ، خو  په عمل کې  ئې نه یوازې د افغانستان د ولس دترټولو طبیعي حقوقو د اجرا لپاره چې زده کړه ده ، دخپلو ژمنو   اجرا عملی نه کوي ، بلکې  دافغانستان په چارو :ې دبهرنیو  دلاسوهنې زمینه هم برابروي . دا  چاره  په سیمه  ایزو او نړیوالو ټولنو کې  د طالبانو څيره لازیاته خرابوي  او  دافغانستان له ولس سره د  انسان دوستۍ هرډول مرستې  هم  د طالبانو د بد کړچار باندې په اعتراض کې دریدلی شي ، چې په دې بڼه کې د افغانستان خلک،د طالبانو د غلطو او دوه ګوڼو سیاستونو قرباني دي .