په افغانستان کې ممکنه ده د انجونو ښونځي زر پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113966-په_افغانستان_کې_ممکنه_ده_د_انجونو_ښونځي_زر_پرانیستل_شي
په افغانستان کې له شپږم صنفه پورته د انجونو د ښونځيو د چټي کیدا د دوام په باب له ضود ونقیض راپورونو وروسته ، ځيني  راپورونه د دغو ښونځیو د زرپرانیستو ښودنه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 08:36 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ممکنه ده د انجونو ښونځي زر پرانیستل شي

په افغانستان کې له شپږم صنفه پورته د انجونو د ښونځيو د چټي کیدا د دوام په باب له ضود ونقیض راپورونو وروسته ، ځيني  راپورونه د دغو ښونځیو د زرپرانیستو ښودنه کوي .

  زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دتبیان ټولنیز اوکلتوري فعالیتونو دمرکز مشر  او دصدای افغان خبری آژانس مسئول  سید عیسی حسینی مزاري  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  په افغانستان کې به د انجونو ښونځي ډير زر پرانیستل شي  او په دې زمینې کې نمایشي  جنجالونه ،  له دغې موضوع څخه د ناسم تحلیل  یا بې اطلاعئ  اویا  هم قصدا له دغې موضوع څخه  داستفادې له امله دي .  هغه ټينګار کړی ،  هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې  ئې لرم ، د انجونو ښونځي به ډير زر پرانیستل شي.

په افغانستان کې  د کب دمیاشتې له څوارلسمې نیټې څخه  د نوي تعلیمي کال په پيلیدا پسې  او همداراز  د انجونو  له شپږم صنفه د لوړوزده کړو دتړل کیدا په باب د راپورونو په خپریدا او په دې باندې دمختلفو  غبرګونونو له  راپور ته کیدا سره ،  یوې خبرې سرچینې  آوا خبری آژانس ته وئيلی  چې د طالبانو  مسئولان  په راتلونکو څو ورځو کې د انجونو دښونځیو دبیرته پرانیستو  غوښتونکي دي .  داپه داسې حال کې دي چې  ددغې سرچینې په وینا ، د طالبانو دحکومت په باب دنړیوالو موسیسو او نړیوالې ټونلې د ژمنتیاؤ نه عملی کیدا ،په تیره بیا د هیواد له   ښونیز نظام سره   دمرستو په باب د ژمنتیاؤ دنه پوره کیدا له امله  د انجونو د ښونځيو بیرته پرانستل کیدا  ځنډول شوې ده .