په افغانستان کې ممکنه ده د انجونو ښونځي زر پرانیستل شي
په افغانستان کې له شپږم صنفه پورته د انجونو د ښونځيو د چټي کیدا د دوام په باب له ضود ونقیض راپورونو وروسته ، ځيني راپورونه د دغو ښونځیو د زرپرانیستو ښودنه کوي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دتبیان ټولنیز اوکلتوري فعالیتونو دمرکز مشر او دصدای افغان خبری آژانس مسئول سید عیسی حسینی مزاري په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په افغانستان کې به د انجونو ښونځي ډير زر پرانیستل شي او په دې زمینې کې نمایشي جنجالونه ، له دغې موضوع څخه د ناسم تحلیل یا بې اطلاعئ اویا هم قصدا له دغې موضوع څخه داستفادې له امله دي . هغه ټينګار کړی ، هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې ئې لرم ، د انجونو ښونځي به ډير زر پرانیستل شي.
په افغانستان کې د کب دمیاشتې له څوارلسمې نیټې څخه د نوي تعلیمي کال په پيلیدا پسې او همداراز د انجونو له شپږم صنفه د لوړوزده کړو دتړل کیدا په باب د راپورونو په خپریدا او په دې باندې دمختلفو غبرګونونو له راپور ته کیدا سره ، یوې خبرې سرچینې آوا خبری آژانس ته وئيلی چې د طالبانو مسئولان په راتلونکو څو ورځو کې د انجونو دښونځیو دبیرته پرانیستو غوښتونکي دي . داپه داسې حال کې دي چې ددغې سرچینې په وینا ، د طالبانو دحکومت په باب دنړیوالو موسیسو او نړیوالې ټونلې د ژمنتیاؤ نه عملی کیدا ،په تیره بیا د هیواد له ښونیز نظام سره دمرستو په باب د ژمنتیاؤ دنه پوره کیدا له امله د انجونو د ښونځيو بیرته پرانستل کیدا ځنډول شوې ده .