افغانستان کښې د بي بي سي په خپرونو بندیز ولګیده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114012-افغانستان_کښې_د_بي_بي_سي_په_خپرونو_بندیز_ولګیده
د طالبانو حکومت د بي، بي، سي فارسي، پښتو او ازبکي څانګو په خپریدو بندیز ولګوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2022 08:18 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د بي بي سي په خپرونو بندیز ولګیده

د طالبانو حکومت د بي، بي، سي فارسي، پښتو او ازبکي څانګو په خپریدو بندیز ولګوه

بي، بي، سي چینل خبر ورکړی چې طالبانو ورته ویلي دي د دغه هیواد له ځايي چینلونو د خپرونو د نشرولو حق نه لري.

د ویلو ده چې په تیرو څو کلونو کښې د بي، بي، سي ځینې خبري پروګرامونه د افغانستان د ځايي ټیلیویژنونو په ملګرتیا سره خپریدل.

آریانا نیوز ټي وي چینل به د "۶۰ دقیقه" او " به عبارت دیگر" تر عنوان لاندې د بي، بي، سي ځیني خبري پروګرامونه بیا ځلې خپرول. هم داشان (شمشاد) او (آرزو) ټیلیویژني چینلونو به هم د بي، بي، سي پشتو او ازبکي څانګو سره ملګرتیا کوله.

د بي، بي، سي د رپورټ له مخې، طالبانو تراوسه په افغانستان کښې د دغه چینل د خپرونو د بندیدو او ورباندې د بندیز وجه نه ده اعلان کړې.