اجازت نه ورکوو،دمونږله خاورې د بل چاپه ضداستفاده وشي
د طالبانو خارجه وزارت سرپرست همداراز ټينګار وکړ،افغانستان له وارداتو سره اړونده دی او ددغه مهم لپاره ،د پيسو منتقلولو ته اړتیا لري ، چې په اقتصادي پراختیا کې له دغه هیواد سره مرسته وشي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت سرپرست ددې خبرې په کولو سره چې دنړۍ ملاتړ ته ضرورت لرو ،وئيل ، هیڅ یوه هیواد ته به اجازت ورنکړو چې په افغانستان کې ګوتې ووهي او ددغه هیواد خاوره ونیسي او دنورو په ضد ورڅخه استفاده وکړي .
د طالبانو دحکومت دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي چین په تونشي کې دقطر اوانډونیشیا سره یو ځاي دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو او چارواکو په شتون سره په غونډې کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، مونږ (طالبان) نه غواړو دتیروخت سخت شرائط تکرار شي ، افغانستان ددرستو افغانانو لپاره دی او غواړو ، له درستو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې ولرو.
هغه دې ته په اشارې سره چې غواړو، افغانستان د براعظم ایشیا د جنوب او مرکزي آسیا ترمینځ یو ارتباطي پل شي ،د امریکا دظالمانه بندیزونو دلغوهه کیدا او ددغه هیواد دشتمنیو د بیرته ستنولو غوښتونکی شو او په دغې ناستې کې له حاضرو درستو هیوادونو ئې وغوښتل څو دطالبانو حکومت په رسمیّت وپيژني .
د طالبانو خارجه وزارت سرپرست همداراز ټينګار وکړ،افغانستان له وارداتو سره اړونده دی او ددغه مهم لپاره ،د پيسو منتقلولو ته اړتیا لري ، چې په اقتصادي پراختیا کې له دغه هیواد سره مرسته وشي .
امیر خان متقي په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره افغانستان په تیرو شلو کلونو کې بیرته شاته ګرځيدلی ، په دغه هیواد کې ئې د ښونې د مشکل موضوع ته اشاره وکړه او وې وئيل ، طالبان نه وائي،د انجونو دزده کړو لپاره دې کوم ممنوعیّت وي ، بلکې د انجونو لپاره به وروسته د زدکړې پروګرام ولري ، ځکه چې د نوي زره معلمانو حقوقو نشي ورکولی .
د طالبانوحکومت خارجه وزیر په دې په ټينګار سره چې نه غواړي ،یو شمیر مسئلې تکرار شي ، او درستې قومیتی ډلې ټپلې د افغانستان په حکومت کې شتون لري ،زیاته کړه ، له داعش او نورو ترهه ګرو ډلو سره په مبارزې کې دمونږ جنګ ډير اغیزشیندونکی دی او په تیرو اوو میاشتو کې هغه کارونه چې ترسره شوي ، امریکا اونورو هیوادونو په شل کلن نیواک کې نه دي ،کړي ، البته مونږ دنړۍ ملاتړ ته اړتیا لرو .