په افغانستان کې نیم ولس د خوړو له کمښته کړیږي 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114174-په_افغانستان_کې_نیم_ولس_د_خوړو_له_کمښته_کړیږي
د طالبانو دحکومت د روغتیائي چارو وزیر  قلندر عباد  او ورسره پلاوي پرون  د قطر په دوحې کې  د روغتیا دنړیوالې ادارې او یونیسف ادارې له استازو سره  په کتنې کې  ددغه  هیواد د روغتیا  له برخې د نړیوالې ټولنې د لازیات ملاتړ غوښته وکړه . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2022 08:32 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې نیم ولس د خوړو له کمښته کړیږي 

د طالبانو دحکومت د روغتیائي چارو وزیر  قلندر عباد  او ورسره پلاوي پرون  د قطر په دوحې کې  د روغتیا دنړیوالې ادارې او یونیسف ادارې له استازو سره  په کتنې کې  ددغه  هیواد د روغتیا  له برخې د نړیوالې ټولنې د لازیات ملاتړ غوښته وکړه . 

 په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دروغتیائي چارو وزیر  دقطر په دوحې کې  دیونیسف او روغتیائي چارو دنړیوالې ادارې  له استازو سره لیده کاته وکړل .

 که څه هم د ورغتیا نړیواله ادارې  د افغانستان   دروغتیا او درملنې  له برخې ملاتړ ته ژمنه  شوې،خو دامریکائي بانکونو له خوا د افغانستان د شتمنیو  دکنګل کیدا او د کریډیټونو دکمیدا په دلیل ، د افغانستان روغتیائي حالات لازیات اندیښمنونکي شوي دی . دا په داسې حال کې دي چې  د افغانستان نیم ولس  هم د خوړو  له کمښته کړیږي .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د طالبانو دحکومت د روغتیائي چارو وزیر  قلندر عباد  او ورسره پلاوي پرون  د قطر په دوحې کې  د روغتیا دنړیوالې ادارې او یونیسف ادارې له استازو سره  په کتنې کې  ددغه  هیواد د روغتیا  له برخې د نړیوالې ټولنې د لازیات ملاتړ غوښته وکړه .  هغه ووئيل  په دغې ناستې کې  د افغانستان د روغتیائي نظام د لومړیتوبونو پیاوړتیا  باندې خم دنظر تبادلې وشوې .

د  طالب حکومت د روغتیائي چارو وزیر  قطر ته دخپل سفر په دوام کې  ددغه  هیواد د څو درملیزو مرکزونو کتنه هم وکړه .

 د سرۀ صلیب نړیوالې ادارې  تیره اونۍ د امکاناتو اوکریډیټونو دکمښت په دلیل په افغانستان کې د زرګونو روغتیائي مرکزونو تړل کیدا ته په اشارې سره  راپور ورکړی،  که دغه بهیر دوام ومومي ، نو د لکونو افغانانو  ژوند به له جدي خطرو سره مخ شي .