د افغانستان خپلواکۍ او حاکمیّت ته موتل داحترام په سترګه کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114178-د_افغانستان_خپلواکۍ_او_حاکمیّت_ته_موتل_داحترام_په_سترګه_کتلي
هیواد به ئې هیڅکله هم د افغانستان هیواد او ولس په هر ډول شرائطو کې یوازې پرې نه ږدي  او له دغه هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 01, 2022 09:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان خپلواکۍ او حاکمیّت ته موتل داحترام په سترګه کتلي

هیواد به ئې هیڅکله هم د افغانستان هیواد او ولس په هر ډول شرائطو کې یوازې پرې نه ږدي  او له دغه هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړي .

 د چین ولسمشر  په یوه پیغام کې ووئیل ،دغه هیواد په ټولو وختونو او پړاؤنو کې د افغانستان د حاکمیّت او خپلواکۍ په باب له عزته ډک نظر درلودلی دی .

تسنیم خبری آژانس راپور  ورکړ ،د چین ولسمشر شی جین پین  په پوه پیغام کې وووئيل،چې هیواد ئې په افغانستان کې له ثباته او سوله ایزې پراختیا څخه  ملاتړ ته هماغه شان ژمن دی ، او یو سوله ایز،باثباته،پراختیا موندونکی اوسنبال افغانستان  هغه شی دی چې د افغانستان ولس ئې هیله لري  او همداشان داسې هیواد چې په راتلونکي کې د سیمې او نړیوالو هیوادونو یو ګډ همکار شي .

له دې مخکې هم د چین خارجه وزیر وانګ یي  ددغه هیواد په کلني مطبوعاتي کنفرانس کې  وئيلي وو ،له امریکا غواړي،چې د افغانستان په ضد دې بندیزونه لغوه کړي او ددغه هیواد دولس کنګل شوي شتمنۍ دې هم آزادې کړي .وانګ ئي  وئيلی وو ،هیواد به ئې هیڅکله هم د افغانستان هیواد او ولس په هر ډول شرائطو کې یوازې پرې نه ږدي  او له دغه هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړي .