په افغانستان کې بیا چاودنو د یو شمیر کسانو وینه وبهوله
په افغانستان کې په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو څخه د پاتې ماینونو او د توپونو دمیرمیو دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د افغانستان د په هلمند او هرات ولایتونو کې چاودنو بیا په لسګونو کسان مړه او ژوبل کړل .
د افغانستان د هرات ښار د ستر ورغتون مشر فیض محمد فیضان بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، ددغه ښار په جبرائيل ښارګي کې چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او ۲۵نور ئې ټپیان کړي دي ، چې ممکنه ده دمړو شمیر نور هم زیات شي .
د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ د ادارې مشر نعیم الحق حقاني ددغې چاودنې علت دجنګ له پړاوه پاتې شوي چاودیدونکي توکي وبلل .
دا په داسې حال کې دي چې د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مرستیال محمد قاسم ریاض هم بیګا ددغه ولایت په مارچه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، په دغې چاودنې کې پنځه ماشومان وژل شوي دي . هغه وئيلی دي دغه چاودنه هم له مخکې راهسې د هاوان د ناچاود شوي میرمۍ دچاودیدو له امله رامینځةشوې ده .
په افغانستان کې په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو څخه د پاتې ماینونو او د توپونو دمیرمیو دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .
د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې څه موده مخکې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ؤ ، څو په افغانستان کې دې د جنګ له پړاوه ناچاود شوو مهماتو د پاکونې لپاره ورسره مرستې ته دوام ورکړ ي.