په افغانستان کې بیا چاودنو د یو شمیر کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114190-په_افغانستان_کې_بیا_چاودنو_د_یو_شمیر_کسانو_وینه_وبهوله
په افغانستان کې  په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو  څخه د پاتې ماینونو او   د توپونو دمیرمیو  دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2022 00:10 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بیا چاودنو د یو شمیر کسانو وینه وبهوله

په افغانستان کې  په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو  څخه د پاتې ماینونو او   د توپونو دمیرمیو  دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .

 ایران پریس خبری آژانس راپور  ورکړ ،  د افغانستان د په هلمند او هرات ولایتونو کې  چاودنو بیا په لسګونو کسان مړه او ژوبل کړل .

د افغانستان د هرات ښار د ستر ورغتون مشر فیض محمد فیضان  بیګا په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، ددغه ښار په جبرائيل ښارګي کې  چاودنې  لږترلږه څلور کسان وژلي او ۲۵نور ئې ټپیان کړي دي ، چې ممکنه ده دمړو شمیر نور هم زیات شي .

د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ د ادارې مشر نعیم الحق حقاني  ددغې چاودنې علت  دجنګ له پړاوه پاتې شوي  چاودیدونکي توکي وبلل .

  دا په داسې حال کې دي چې د  هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې  مرستیال  محمد قاسم ریاض هم  بیګا ددغه ولایت په مارچه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، په دغې چاودنې کې  پنځه ماشومان وژل شوي دي .  هغه وئيلی دي دغه چاودنه هم له مخکې راهسې د  هاوان د ناچاود شوي میرمۍ دچاودیدو له امله رامینځةشوې ده  .

په افغانستان کې  په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو  څخه د پاتې ماینونو او   د توپونو دمیرمیو  دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .

د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې څه موده مخکې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ؤ ، څو  په افغانستان کې دې  د جنګ  له پړاوه ناچاود شوو  مهماتو د پاکونې لپاره  ورسره مرستې ته دوام ورکړ ي.