د افغانستان د نوي پوځ  جوړیدا پربشپړیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114230-د_افغانستان_د_نوي_پوځ_جوړیدا_پربشپړیدو_ده
له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی وو ،د  نوي پوځ  دپرسنلو شمیر به  کابو یو لک لس زره کسانو ته ورسیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2022 01:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان د نوي پوځ  جوړیدا پربشپړیدو ده

له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی وو ،د  نوي پوځ  دپرسنلو شمیر به  کابو یو لک لس زره کسانو ته ورسیږي .

 زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانتسان دطالبانو د دفاع وزارت ویندوي  عنایت ا... خوارزمي  په یولړ څرګندونو کې ووظيل تر دې دمه  د طالبانو د پوځ د بڼه رامنیځةکولو لپاره دیرش زره کسان روزل شوي دي .

 د افغانستان ددفاع وزارت ویندوي  همداراز ووئيل  په تازه   او نوي پوځ  کې د کسانو د جذبولو لپاره  یو مهم معیار ، په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا مخکې  دطالبانو لپاره  د پوځي فعالیت  مخینې درلودل دي .

له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی وو ،د  نوي پوځ  دپرسنلو شمیر به  کابو یو لک لس زره کسانو ته ورسیږي .

که څه هم طالبان   ددفاع وزارت د یوشمیر پخوانیو  پوځيانو او پرسنلو د بیرته  کار پیلیدا خبر ورکړی،خو ځیني پخواني پوځیان،د پخوانیو پوځیانو له تجروبو او پوهې څخه د لازیاتې  استفادې غوښتونکي دي .

 په عین حال کې د پوهنتون یو استاد  عزیز مجددي  وئيلي دي ، دافغانستان ملی پوځ باید  د هیواد دټولو قومونو  او قومیّتونو څخه جوړ  شي ، همداراز د مخکیني پوځ  له متخصص ځواک څخه  دې هم په نوي پوځ کې  استفاده وشي .