افغانستان له پاکستان سره په ګډه پوله د پوستو شمیر زیاتوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114592-افغانستان_له_پاکستان_سره_په_ګډه_پوله_د_پوستو_شمیر_زیاتوي
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ پر پوله د خپلو سرحدي پوستو شمیر زیاتوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2022 10:40 Asia/Kabul
  • افغانستان له پاکستان سره په ګډه پوله د پوستو شمیر زیاتوي

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ پر پوله د خپلو سرحدي پوستو شمیر زیاتوي

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت یو امنیتي چارواکي مولوي وحید ا... محمدي نن وویل چې د هیواد ددفاع وزارت به حکم به د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کښې له پاکستان سره په ګډ سرحد کښې نوې پوستې جوړوي.

وحید ا... محمدي زیاته کړه چې د دغو پوستو د جوړولو موخه په سیمه کښې د خرابونکو فعالیتونو مخنیوی او د خلکو د امنیت تامینول دي.

د ویلو ده چې په کنړ ولایت کښې د افغانستان سرحدي سیمې اکثره وختونه له راکټي بریدونو سره مخامخیږي او پاکستان ادعا کوي چې دغه حملې په سیمه کښې د موجودو پاکستاني طالبانو له خوا ترسره کیږي.