ننګرهارکښې ډاکټرانو د تښتول شوي ‌ډاکتر د راخوشي کولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114716-ننګرهارکښې_ډاکټرانو_د_تښتول_شوي_ډاکتر_د_راخوشي_کولو_غوښتنه_وکړه
د افغانستان په ننګرهار کښې د طالبانو د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په ننګرهار کښې د ډاکترانو ټولنې مشر ایمل حسن زۍ او رهبرۍ غړو ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند سره په ناسته کې له هغه نه دوه اونۍ وړاندې د تښتوونکو له لورې د تښتول شوي ډاکتر د راخوشې کولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 13, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • ننګرهارکښې ډاکټرانو د تښتول شوي ‌ډاکتر د راخوشي کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان په ننګرهار کښې د طالبانو د والي ویاند له دفتره رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کښې ویل شوي چې په ننګرهار کښې د ډاکترانو ټولنې مشر ایمل حسن زۍ او رهبرۍ غړو ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند سره په ناسته کې له هغه نه دوه اونۍ وړاندې د تښتوونکو له لورې د تښتول شوي ډاکتر د راخوشې کولو غوښتنه وکړه .

له جلال آباد زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ایمل حسن زی وویل د دې ډاکتر  تښتول کیدو پرنورو ډاکترانو هم ناوړه رواني اغیز کړی دی. دوالي ویندوې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ډاکترانو ټولنې ته ډاډ ورکړ چې امنیتي ادارو ته یې جدي سپارښتنه کړې چې دتښتول شوي ډاکتر په راخوشې کولو کې له هیڅ اقدام دریغ ونکړي. دپوستکي د ښکلا متخصص ډاکتر زلمی احمد زی دوه اونۍ وړاندې چې کله له جلال اباده کابل ته پر لار و د درونټي په سیمه کې د انسان تښتونکو له لورې پر نامعلوم لورې وتښتول شو ویل کیږي د تښتوونکوموخه دپیسو تر لاسه کول دي.

بل پلو په ننګرهار کښې د طالبانو  د والي ویاند دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو اوه تنه د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې  دیو سوداګرد ټپی کولو او تښتولو په تور نیولي دي په خبرپاڼه کې راغلي چې انسان تښتونکو غوښتل له دغه سوداګر سره موجودې نغدې پیسې وتښتوي چې موخې ته له رسیدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول . په دې وروستیو کې دننګرهار په ولایت کې دانسان تښتونې پېښې یو ځا بیا زیاتې شوي چې ددې ولایت استوګن یې هم اندیښمن کړي دي