حامدکرزي په افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114846-حامدکرزي_په_افغانستان_د_پاکستان_هوايي_بریدونه_وغندل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان مرګوني هوايي حملې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 17, 2022 11:02 Asia/Kabul
  • حامدکرزي په افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

زمونږ خبریال وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان مرګوني هوايي حملې وغندلې .

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان د عسکرو د هوايي بریدونو په غندلو سره چې له کبله یې د ښځو او د ماشومانو په شمول  یوشمیر ملکي وګړي وژل شوي  هغه د نړیوالو اصولو پرخلاف او د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف ورزۍ او بشري جنایت وباله .

د پاکستان لخوا د خوست او د  کونړ په هستوګنه سیمو باندې له بمباریو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کښې پاکستان ته په وینا کښې وویل په دا ډول مسائیلو کښې د افغانستان د خلکو حوصله مه ازمویه او نور دا ډول غلطیانې ونکړئ ګني بدې پایلې به ولري .

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال امر الله صالح او پخواني خارجه وزیر حنیف اتمر هم د پاکستان دغه بریدونه غندلي وو .

د افغانستان د خوست ولایت خلکو هم په دغو حملو باندې اعتراض کښې د پاکستان پرضد مظاهرې ترسره کړې .