حامدکرزي په افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
زمونږ خبریال وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان مرګوني هوايي حملې وغندلې .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان د عسکرو د هوايي بریدونو په غندلو سره چې له کبله یې د ښځو او د ماشومانو په شمول یوشمیر ملکي وګړي وژل شوي هغه د نړیوالو اصولو پرخلاف او د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف ورزۍ او بشري جنایت وباله .
د پاکستان لخوا د خوست او د کونړ په هستوګنه سیمو باندې له بمباریو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کښې پاکستان ته په وینا کښې وویل په دا ډول مسائیلو کښې د افغانستان د خلکو حوصله مه ازمویه او نور دا ډول غلطیانې ونکړئ ګني بدې پایلې به ولري .
له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال امر الله صالح او پخواني خارجه وزیر حنیف اتمر هم د پاکستان دغه بریدونه غندلي وو .
د افغانستان د خوست ولایت خلکو هم په دغو حملو باندې اعتراض کښې د پاکستان پرضد مظاهرې ترسره کړې .