کابل:
د پاکستان حملې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا باندې تیری دی
په ملګرو ملتو کښې د افغانستان دائمي استازي د خپل هیواد په سرحدي سیمو باندې د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو په غندلو سره دا کار د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف تیری وباله
د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو باندې د پاکستان پوځي حملو ته د غبرګونونو په دوام کښې په ملګرو ملتو کښې د افغانستان داېمي نمایندګۍ پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د پاکستان حملې د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتو د منشور او د ښه ګاونډیتوب د اعلامیې په شمول د دغه سازمان د عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا د قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده.
دغې نمایندګۍ وویل چې په تیرو شلو کالو کښې د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې د پاکستان د پوځیانو راکټي بریدونه د سل هاؤ ملکي وګړو د وژل کیدو او بې کوره کیدو سبب شوي دي.
دغه استازي د پاکستان له خوا د افغان ښاریزو د وژلې په غیر قابل توجیه بللو سره له اسلام آباده وغوښتل چې خپلې حملې بندې کړي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا احترام وکړي.
له بلې خوا پاکستان مدعي دی چې په شمالي وزیرستان کښې د دغه هیواد په پوځي ځواکونو باندې د پاکستاني طالبانو وروستۍ حمله چې له امله یې ۷ پوځیان مړه شوي دي، د افغانستان له خاورې شوې وه، خو د افغانستان طالبانو بیا دغه ادعا رد کړی دی.