د کابل په چاودنو کښې د مړو شمیر ۲۷ تنو ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114944-د_کابل_په_چاودنو_کښې_د_مړو_شمیر_۲۷_تنو_ته_ورسید
لسګونه تنه نن د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د شویو چاودنو له امله مړه او ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2022 09:43 Asia/Kabul
  • د کابل په چاودنو کښې د مړو شمیر ۲۷ تنو ته ورسید

لسګونه تنه نن د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د شویو چاودنو له امله مړه او ژوبل شوي دي.

لسګونه تنه نن د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د شویو چاودنو له امله مړه او ژوبل شوي دي.

په کابل کښې زمونږ خبریال د عیني شاهدانو له قوله وايي چې د پلازمینې کابل په قلعه نو سیمه کښې د یو حکومتي او یو خصوصي یا پرائیویټ ښوونځي مخې ته د څو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پيښې شاهدان وايي چې وړومبۍ چاودنې نن سهار ۹:۳۰ بجې د قلعه نو سیمې په (ممتاز) روزنیز مرکز کښې وشوه. څو دقیقې وروسته په تانکِ تیل سیمه کښې د عبدالرحیم شهید لیسې په وره کښې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د عیني شاهدانو په وینا دغو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د عبدالرحیم شهید لیسې یو زده کونکي هم دغه ښوونځي ته د څو وسله والو د ننوتو خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان رسنیو بیا خبر ورکړی چې د دشت برچي په زیاتره شیعه میشته سیمه کښې په دغې لیسې کښې د نن سهار په ترهګره حمله کښې ۲۷ زده کونکي مړه او یوشمیر زخمي شوي دي.

د عبدالرحیم شهید ښوونځي یو زده کونکي ذکریا الفت وویل چې وړومبۍ چاودنه هغه وخت وشوه چې شاګردان له کلاسونو په راوتو وو. هغه زیاته کړه چې د زخمیانو د شمیر او شدت د زیاتوالي په وجه د مړو د شمیر د ډیریدو احتمال شته دی.

الفت وویل چې د هلکانو د دغه ښوونځي معلمان د شاګردانو په تیت پرک کولو او د ښوونځي په برنډو کښې د هغو د ژوند په ژغورلو اخته وو چې دویمه چاودنه وشوه.

د خبر تر رارسیدو پورې څو معلمان او زده کونکي په دغه ښوونیز مرکز کښې ګیر وو.