د کابل بم چاودنو داخلي ، سیمه ییز او نړیوال غبرګونه پارولي دي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د پلازمینې کابل په شیعه میشته کوڅې کښې پرون پرله پسې دریو (۳) ترهګرو حملو پراخ داخلي ، سیمه ییز او نړیوال غبرګونونه لرلي دي .
پرون په کابل کښې د شیعه هزاره وو په یوې کوڅې کښې د هلکانو د یوه ښوونځي مخ ته په پرله پسې دریو چادونو کښې کابو دیرش(۳۰) زده کونکي وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مخکني مشر عبدالله عبدالله د دغو ترهګرو بریدونو په غندلو سره هغه بشر ضده جنایت وباله .
حامد کرزي وویل دغه بم چاودنې له علم او پوهې سره ښکاره دښمنۍ او د افغانستان د تعلیم یافته نسل ویرول دي .
په عین حال کښې د افغانستان دملي روغې جوړې د لوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله وویل دغه ترهګرې چاودنې ښودنه کوي چې دښمانان د افغانستان سولې او پرمختګ ته د ګوزار د ورکولو کوشش کوي .
له دې سره په یووخت د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ ، د ماشومانو د ژغورنې موسسې او د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت هم په جلا جلا بیانیو په طالبانو غږ وکړ چې د دا ډول ترهګرو بم چاودنو مخه ونیسي .
په افغانستان باندې د طالبانو له سلطې سره سره د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو او په تیر بیا کابل کښې هماغه راز ترهګرې بم چاودنې او بریدونه ترسره کیږي چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوي او ژوبل شوي هم دي .
د کابل د لویدیځې سیمې د بم چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ترهګرې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی خو په دغو هزاره شیعه میشته سیمو کښې تل داعش ډلې ډيرې خونړۍ بم چاودنې او بریدونه کړي دي .