د افغانستان د ماشومانو وژل د ترهګرو د پاتې راتلو نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115006-د_افغانستان_د_ماشومانو_وژل_د_ترهګرو_د_پاتې_راتلو_نښه_ده
ایسنا خبري اژانس وايي د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع ټولنې په یوې خبرپاڼه کښې د کابل ترهګرې حملې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 23:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ماشومانو وژل د ترهګرو د پاتې راتلو نښه ده

ایسنا خبري اژانس وايي د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع ټولنې په یوې خبرپاڼه کښې د کابل ترهګرې حملې وغندلې .

د ترهګرۍ د قربانیانو د دفاع ټولنې پرون په یوې خبرپاڼه کښې وویل بیا هم ټروریسټانو یوه بله غمیزه رامینځته کړه او د کابل په عبدالرحیم شهید ښوونځي کښې یې په لسګونو بې ګناه زده کونکي په وینو کښې لیت پیت کړل .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي په تیر کال کښې د کابل په سید الشهدا ښوونځي کښې د ټروریسټي برید له کلیزې سره د کابل د دغه جنایت یووخت والی د دې ښودنه کوي چې ترهګر له تیر وخت څخه زیات په اضطراب کښې په استیصال سره یوازې د ځان د ښودلو او په ټولنه کښې د ویرې د رامینځته کولو هڅه کوي .

د کابل په وړمې ورځې ترهګرو پیښو کښې چې د شیعه مسلمانانو په هزاره میشته سیمه کښې په ښوونځیو کښې وشوې تراوسه دیرش (۳۰)زده کونکي وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي هم دي .