یونما د بلخ په یو جومات کښې شوې چاودنه غندلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تېره ورځ د بلخ په یو جومات کې ترسره شوې چاودنه غندلې ده.
یادې ادارې پرخپله ټوېټر پاڼه کښې لیکلي چې دا ډول چاودنې د جدي اندېښنې وړ دي او عاملین یې باید کلکه سزا وګوري.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ هم یاده پېښه غندلې او د ژر تر ژره څېړنو غوښتنه یې کړې ده.
په ورته مهال بیا د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپله ټوېټرپاڼه کښې تېره ورځ په هېواد کې وروستۍ چاودنه غندلې او دا یې د هغو کړیو کار بللی چې افغاني ټولنه پورې اړه نه لري.
هغه یو وار بیا ډاډ څرګند کړ چې امنیتي ځواکونه د امنیت راوستو په برخه کې پیاوړي دي او ژر به د یادو پېښو عاملین پیدا کړي.
بل لورته بیا د هېواد پخواني جمهو رییس حامد کرزي هم دا کار یو غیر انساني عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
باید یاده شي چې تېره ورځ د مرکز کابل په شمول په ننګرهار، بلخ او کندز ولایتونو کې چاودنې شوې چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.