د افغانستان خلکو ته د ایران د ولسمشر پیغام ورسول شو
زمونږ خبریال وايي د کابل په لویدیځ کښې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي د ترهګرو حملو د شهیدانو کورنیو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د تسلیت او د خواخوږۍ پیغام اعلان شو .
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي په کابل ښار کښې د عبدالرحیم شهید د ښوونځي د ترهګرې حملې د شهیدانو له یوشمیر کورنیو سره په کتنه کښې د افغانستان غمجنو کورنیو ته د اسلامي ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د تسلیت او د خواخوږۍ پیغام ورسول شو .
مرتضوي وویل زمونږ نظر دا دی چې د دغو جنایتونو شاته نړیوال استکبار ولاړ دی چې همدا اوس په افغانستان کښې له شرمونکي ماتي خوړلو او شرمونکي وتلو وروسته د افغانستان د ناامنه کولو هڅه کوي او بیلابیل هدفونه تعقیبوي .
هغه وویل قومي او مذهبي اختلاف اوس داسې دریڅه ده چې لویدیځو هیوادونو په افغانستان کښې خپل هدف ګرځولی دی او له دې لارې په افغانستان کښې د سرزوري بهیر د نفوذ د اعمالولو هڅه کوي .
مرتضوي وویل د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د امنیت له تامینولو سره مرستې ته تیار دی او دغه موضوع یې د افغانستان چارواکو ته اعلان کړي هم ده .