افغانستان کښې باید د ترهګرو پیښو د تکرار مخه ونیول شي
(last modified Sun, 24 Apr 2022 23:34:05 GMT )
Apr 25, 2022 04:04 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې باید د ترهګرو پیښو د تکرار مخه ونیول شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز برید جنرال محمد باقري په یوه(۱) پیغام کښې په افغانستان کښې د ترهګرو جنایت وغند .

هغه په افغانستان کښې د ټروریسټانو د جنایتونو په غندلو سره وویل د دا ډول غمیزونو د رامینځته کونکو عواملو او د علتونو د کشفولو او د غور کولو لپاره د طالبانو د عملي او مناسبو جدي سریزو او د بیړنیو تدبیرونو غوره کول او د پردې شاته د عناصرو او د بهیرو  د پریکنده سزا کولو او پیژندلو کار ډیر ضروري دی .

محمد باقري د افغانستان د بم چاودنو  او د حملو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي اعلان کړه .

د ایران د پوځ لوی درستیز په خپل پیغام کښې ویلي دی په ورور او دوست هیواد افغانستان کښې د نړیوال صهیونیزم او د سلطې نظام ته د اړونده جاسوسۍ ادارو او د امریکا د ترهګر او د جنایتکار رژیم لخوا په کرایې د اخیستلو شویو ګوډاګیانو او د تکفیري ترهګرۍ لخوا د خونړیو ترهګرو پیښو تکراریدل هره ورځ د افغانستان د ګڼ شمیر بې دفاع او د  مظلومو خلکو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو د شهادت او ژوبلیدا سبب کیږي .

په افغانستان په تیره بیا د بلخ او د قندوز ولایتونو په جوماتونو او د کابل په عبدالرحیم شهید ښوونځي کښې په ترهګرو بم چاودنو کښې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي .