طالبان د افغانستان د امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي
زمونږ خبریال وايي د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوي او دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د خپل پلار د مړینې د نهمې(۹) کلیزې په مناسبت په کابل کښې په مراسمو کښې وویل دغه ډله اجازه نه ورکوي څوک له داخل او یا خارج څخه د افغانستان امنیت ګډوډ کړي .
هغه وویل په داسې شرایطو کښې چې له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ یوو او دنیا هم له مونږ سره دښمنۍ لري ځینې ګاونډیان هم زمونږ په سرحدي سیمو باندې بریدونه کوي .
د ملا یعقوب اشاره په خوست او کونړ ولایتونو باندې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته وه چې د ښځو او د ماشومانو په شمول په لسګونو کسان پکښې وژل شوي وو .
د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په دې ادعا سره چې ملا محمد عمر د افغانستان شمال ، جنوب ، ختیځ او لویدیځ او ټول قومونه سره متحد کړل او هیواد یې له یوه پلان شوي ویش څخه وژغوره وویل د بیلابیلو لورو لخوا ډیرې دسیسې روانې وې او رواني دي چې افغانستان وویشي .