حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115220-حامد_کرزي_د_نجونو_د_ښوونځیو_پر_پرانیستل_کېدو_تاکيد_وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر مدني فعالانو سره په کتنه کښې په دغه هېواد کښې نجونو د ښؤنځيو په پرانېستل کېدو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو تاکيد وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر مدني فعالانو سره په کتنه کښې په دغه هېواد کښې نجونو د ښؤنځيو په پرانېستل کېدو تاکيد وکړ.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د ناستې ګډونوالو د نجونو د ټولو ښوونځیو پر پرانیستل کېدو او دغه رنګ دندو ته د ښځو پر ګرځېدو هم تاکيد وکړ او زیاته کړې یې ده چې ښځې هم باید د نرانو په څېر زده کړې وکړي چې په هر اړخیزه توګه د هېواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې خپله ونډه ادا کړي. په ورته وخت کې پخواني ولسمشر هم د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په موخه د ښځو غږ د ټولو افغانانو غږ بللی دے او یو ځل بیا یې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو او دغه راز دندو ته د ښځو پر ورګرځېدو ټینګار کړی دی. د یادونې ده چې د افغانستان د طالبانو موقته حکومت ژمنه کړې وه چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم به ټول ښوونځي د نجونو په مخ پرانیزي خو هغه وخت بېرته له خپلې ژمنې په شا شول په داسې حال کښې چې نجونې د ښوونځیو دروازو ته رسېدلې وې.

 د طالبانو دا عمل په ملي او نړیواله کچه له سختو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوے دے.