ملګروملتونو له افغانستان سره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرستې کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115316-ملګروملتونو_له_افغانستان_سره_۵۰۰_میلیونه_ډالره_مرستې_کړي_دي
صدای افغان خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په تیرو اتو میاشتو کښې د افغانستان د نغدو پیسو د کړکیچ د حل لپاره له دغه هیواد سره د ملګروملتونو د پینځه سوه(۵۰۰) میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2022 00:11 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو له افغانستان سره ۵۰۰ میلیونه ډالره مرستې کړي دي

صدای افغان خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په تیرو اتو میاشتو کښې د افغانستان د نغدو پیسو د کړکیچ د حل لپاره له دغه هیواد سره د ملګروملتونو د پینځه سوه(۵۰۰) میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړ .

هغه روسیې ته په سفر کښې د افغانستان د نامناسبو حالاتو د ښه کولو لپاره د ملګروملتونو مرستو ته په اشارې سره وویل باید په هراړخیزه مرستې سره د دغه کړکیچ مخنیوی وشي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش زیاته کړه ملګروملتونو په تیرو اتو(۸) میاشتو کښې د نغدو پیسو د کړکیچ د ختمولو لپاره افغانستان ته کابو پینځه سوه (۵۰۰) میلیونه ډالره استولي دي او دغو مرستو ته به دوام ورکړي .

په افغانستان باندې د طالبانو له سلطې وروسته د امریکا لخوا د افغانستان د کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالرو له کنګل کیدا وروسته د هیواد بانکونه د نغدو پیسو له کړکیچ سره مخامخ شوي دي .

په عین حال کښې د افغانستان مرکزي بانک پرون کابل ته د نړیوالې ټولنې د دوه دیرش(۳۲) میلیونه ډالرو د نغدو مرستو د استولو خبر ورکړ .