امریکا دې د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115382-امریکا_دې_د_افغانستان_په_چارو_کښې_لاسوهنه_نه_کوي
په افغانستان کښې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ویلي چې امریکې دې د دغه هیواد په چارو کښې دخالت نه کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2022 09:54 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان په چارو کښې لاسوهنه نه کوي

په افغانستان کښې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ویلي چې امریکې دې د دغه هیواد په چارو کښې دخالت نه کوي

په افغانستان کښې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده نن د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د شوې موافقې په عملي کیدو باندې په ټینګار سره وویل چې امریکا دې د یادې موافقې له مخې د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي او د دباؤ راوړلو پر ځاې دې د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا وکړي.

هغه د راتلونکي وړوکي اختر په مناسبت د خپلې مبارکۍ په پيغام کښې زیاته کړه: نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندي چې ورسره په دې هیواد کښې موجودې ستونزې د سفارتي معیارونو او اصولو په چوکاټ کښې په رسمي او مسئولانه توګه هوارې شي.

د طالبانو د مشر په پيغام کښې هم داشان راغلي دي: طالبان له ټولو ګاونډي او سیمه ایزو هیوادونو او هم داشان له نړیوالې ټولنې سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او نه پریږدي چې له افغانستان څخه بل کوم هیواد ته ګواښ پيښ شي.

هیبت الله اخوندزاده په خپل پيغام کښې هم داشان ټینګار کړی دی چې په افغانستان کښې د کوکنارو په کر بندیز لګیدلی دی او طالبان هڅه کوي چې د بزرګرو لپاره یو بدیل فصل برابر کړي.