کرزي له افغانستان سره د ایران د مرستو قدرونه وکړه
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د باندنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني خبرو کښې له اوسنیو مشکلاتو د وتلو لپاره د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د ګاونډیو هیوادونو د مرستو او د ملګرتیاو قدرونه وکړه .
حامد کرزي پرون مازیګر د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلي فوني تماس کښې د ایران ملت او حکومت او هغه ته د کوچني اختر مبارکي وویله .
حامد کرزي په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په افغانستان کښې وروستیو ترهګرو حملو ته په اشارې سره د ړندې ترهګرۍ د غندلو په ترڅ کښې چې په بې ګناه خلکو حملې کوي د افغانستان راتلونکی له یوبل سره د هیواد د خلکو د بیلا بیلو پرګنو او د ټولو قومونو له ملګرتیا سره اړونده وباله او له اوسنیو مشکلاتو د تیریدا لپاره د افغانستان له خلکو سره د ایران د اسلامي جمهوریت او د نورو ګاونډیو هیوادونو د ملګرتیاو او د هڅو قدرونه یې وکړه .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په دغو خبرو کښې د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي ، د هیواد ټولو چارواکو او خلکو ته د کوچني اختر د مبارکې په ویلو سره د متعال خدای له درګاه څه د افغانستان د خلکو د سرلوړې ، هوساینې او د خوشحالۍ غوښتنه وکړه .
امیر عبداللهیان دغه راز هیله وکړه د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو د بهیر په چټک کیدا او له ترهګرۍ سره په مبارزې سره له ګاونډیو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د افغانستان د ملګرتیا زمینې پراخې شي .