د ځینو اسلامي او مسلمانو ملکونو او هیوادونو بې درکه شوي صلح :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115548-د_ځینو_اسلامي_او_مسلمانو_ملکونو_او_هیوادونو_بې_درکه_شوي_صلح
په داسې حال کښې چې اسلامي هیوادونو کوچنی ( عید فطر ) لمانځلی دی او خلک د یوې میاشتې د روژې له نیولو وروسته د کوچني اختر چټیانې تیروي د افغانستان په شمول ځینو اسلامي هیوادونو کښې د دغه هیواد د خلکو د ژونده مهمه بې درکه شوي چاره صلح او امنیت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 11:25 Asia/Kabul
  • د ځینو اسلامي او مسلمانو ملکونو او  هیوادونو بې درکه شوي صلح :-

په داسې حال کښې چې اسلامي هیوادونو کوچنی ( عید فطر ) لمانځلی دی او خلک د یوې میاشتې د روژې له نیولو وروسته د کوچني اختر چټیانې تیروي د افغانستان په شمول ځینو اسلامي هیوادونو کښې د دغه هیواد د خلکو د ژونده مهمه بې درکه شوي چاره صلح او امنیت دی .

په افغانستان کښې خلک په داسې حال کښې کوچنی اختر لمانځي چې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د وروستیو اونیو د ترهګرو بم چاودنو په دلیل خوشحالۍ او غم او ماتم له یوبل سره اخښل شوي او کورنۍ د خپلو خپلوانو د مړ کیدا په وجه ډیرې غمجنې دي .

په داسې حال کښې چې اسلام دین د صلحې او د ورورګلوۍ دین دی او په مسلمانانو کښې تفرقه ، کینه او دوښمنۍ نه یوازې له مسلمانانو سره ښه نه ښکاري بلکې اسلامي ټولنه له پرمختګ او د خپلو مشکلاتو له حل کولو منع کوي .

د سیاسي مسائیلو کارپيژاند« ابوالفضل ظهره وند» په دې هکله وايي : د اسلام  دوښمانان تل هڅه کوي د اسلامي مذهبونو ترمینځ له اختلافاتو څخه د کینې ، نفرت او د غصې د رامینځته کولو لپاره استفاده وکړي چې مسلمانان تل له خپلو کورنیو مسائیلو سره ښکیل ووسي »

که څه هم په اکثره اسلامي هیوادونو کښې مسلمانانو په بصیرت او هوشمندۍ سره د اسلام د دوښمانانو دسیسې شندې کړي دي خو د افغانستان په شان د هیواد خلک هماغه راز د صلحې او د امنیت ارزو کوي چې کورنۍ وکولای په راحت سره او امنیت سره له یوبل سره یوځاې راغونډ شي او د کوچني اختر په شان اسلامي اخترونه ولمانځي .

له دې کبله کوچنی اختر ډیر ښه فرصت دی چې په افغانستان کښې  سیاسي او مذهبي مشران د اسلام مبین دین له  تعلیماتو څخه په الهام اخیستلو سره  د ټولو اسلامي فرقو او مذهبي ترمینځ د ورورګلوۍ او ملي اتحاد د پیاوړي کولو لپاره هڅه وکړي چې راتلونکي نسلونه له داخلي شخړو ، غصې او کینې سره ښکیل نه  شي .

د سیاسي مسائیلو کارپیژاند« علي شریفي پور» په دې هکله وايي په لږ شان درایت او بصیرت او د مخ په ودې ټولنې د جوړولو لپاره د راتلونکو افقونو په لیدو سره د افغانستان په شان هیواد کښې د سولې او د امنیت ټینګیدل غیر مکمن نه دي په تیره بیا دا چې د اسلام ټول تعلیمات خلک صلحې ، دوستۍ  او ورورګلوۍ ته هڅوي .»

په هر حال کوچنی اختر په اسلامي هیوادونو کښې د وحدت او د یوزړه توب د بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره ارزښمن فرصت دی او د هغو هیوادونو سیاسي او دیني مشران چې له داخلي تضادونو سره مخامخ دي کولای شي د قران کریم او د خدای د پیغمبر د حکمونو په عملي کولو سره د اسلامي وحدت د رامینځته کولو او پیاوړي کولو هڅه وکړي چې د اسلام دوښمانان ونشي کولای د اسلامي فرقو ترمینځ له اختلافاتو ګټه پورته کړي .

دغه چاره هغه وخت له حقیقت سره یوځاې کیږي چې د اسلام  تعلیمات د شعار تر حده پاتې نشي او هغه په حقیقي ډول عملیاتي شي .

هغه کسان چې تر پرون پورې د افغانستان د  خلکو او د حکومت د دوښمانانو په صفونو کښې وو او په کوچني اختر کښې یې له حکومت سره د اوربند موافقه لاسلیک کوله نن سبا چې بیا قدرت ته رسیدلي دي له تیرې ماتي خوړلي تجربې څخه په استفادې سره باید د افغانستان په ستړي شوي او زخم خوړلي ټولنې کښې د یوزړه توب ، د وحدت او د ورورګلوۍ لاره برابره کړي .