د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر غزني ته ورغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115552-د_افغانستان_د_لوړو_زده_کړو_وزیر_غزني_ته_ورغلی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وزیر مولوي عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته سفر کړی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2022 11:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د لوړو زده کړو  وزیر غزني ته ورغلی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وزیر مولوي عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته سفر کړی

نن دافغانستان د لوړو زده کړو د وزارت وزیر مولوی عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته په سفر راغلی و .

ښاغلي وزیر په دې سفر کې د غزني ولایت له والي مولوي محمد اسحاق آخندزاده سره د ولایت په میلمستون کې لیدنه او اختر مبارکي وکړه.

په دې لیدنه کې د غزني  ولایت د پوهنتون یو شمیر چار واکو  او د ولایتي ادارو یو شمیر مسولینو هم ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني غزني ولایت ته دخپل سفر هدف د دې ولایت له رهبرۍ سره د لوړو زده کړو پربهیر سلامشورې او لارښوونې ترلاسه کول یاد کړ.

د نوموړي په وینا له اختر څخه وروسته دلوړو زده کړو د تدریس دلړۍ د پیلیدا په خاطر دې سفر ته اړتیا وه.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې غزني ولایت ته د افغاستان د پوهنې د وزرات وزیر مولوي نورالله منیر هم سفر درلود.