طالبان: د افغانستان رسنۍ په آزده توګه کار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115560-طالبان_د_افغانستان_رسنۍ_په_آزده_توګه_کار_کوي
ذبیح الله مجاهد: طالبان له رسنیو ملاتړ کوي او هغوي د قوانینو په چوکاټ کښې په آزادۍ سره فعالیت کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2022 03:03 Asia/Kabul
  • طالبان: د افغانستان رسنۍ په آزده توګه کار کوي

ذبیح الله مجاهد: طالبان له رسنیو ملاتړ کوي او هغوي د قوانینو په چوکاټ کښې په آزادۍ سره فعالیت کوي

د طالبانو د حکومت ویاند د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یو پيغام کښې د افغانستان د رسنیو د وضعیت په هکله د ځینو ارګانونو اندیښنه (بې بنیاده) وبلله او ویې ویل چې د دې هیواد رسنۍ په آزاده توګه فعالیت او خپرونې کوي

ذبیح الله مجاهد پرون په یو لړ ټویټونو کښې د افغانستان رسنیو ته د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه او ویې لیکل: طالبان له رسنیو ملاتړ کوي او هغوي د قوانینو په چوکاټ کښې په آزادۍ سره فعالیت کوي.

شفقنا خبري آژانس زیاتوي چې د طالبانو حکومت د رسنیو سراسري قانون چې په تیر حکومت کښې نافذ شوی و، اجرايي اعلان کړی دی خو رسندوي ارګانونه وايي چې طالبان تراوسه په دغه قانون پابند نه دي.

د طالبانو ویاند په دوام کښې د افغانستان د تقریباً نیمايي رسنیو بندیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د کومو رسنیو فعالیت چې د امریکې د نیواکګرو ځواکونو له وتلو وروسته بند شوی، وجه یې طالبان نه بلکې د بودجې بندیدل یې دي چې د ځینو هیوادونو سفارتونو یوشمیر رسنۍ د خپلو اهدافو په خاطر چلولې.

هغه په دې ډاډ ورکولو سره چې طالبان به تر خپله وسله د رسنیو د اقتصادي ستونزو په هوارولو کښې د هغوي مرسته وکړي، وویل: د دې ډلې په جیلونو کښې هیڅ خبریال بندي نشته او که کله ناکله یو خبریال د پوهولو لپاره ځینو ادارو ته وربلل کیږي نو هدف یې زنداني کول او شکنجه کول نه دي او په دې لړ کښې د ځینو ارګانونو تشویش بې ځایه دی.

شفقنا خبري آژانس لیکلي دي چې طالبانو په افغانستان باندې له واکمنیدو وروسته په رسنیو باندې سخت محدودیتونه لګولې دي او دغې ډلې په کراتو خبریالان نیولي او ګواښلې دي.

له دې مخکښې د بې سرحده رپورټوټرانو سازمان ادعا کړې وه چې افغانستان په ۲۰۲۲ کال کښې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې رتبه بندۍ له مخې په ۳۴ رتبې کمي سره ۱۵۶ نمبر ته ټیټ شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم وايي چې په افغانستان کښې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې جرنل ازم له ګواښ سره مخ دی او د دغه هیواد آزادۍ رسنۍ په ړنګیدو دي.