د کابل پروان په لاره دوه طالبان ووژل شول
May 04, 2022 03:10 Asia/Kabul
دوه تنه طالبان د کابل-پروان په لویه لاره د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوې دي
دوه تنه طالبان د کابل-پروان په لویه لاره د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوې دي
د افغانستان په هرات ولایت کښې خبر سرچینو ویلي دچې د طالبانو دغه دوه غړي د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کښې وژ ل شوي دي.
د افغانستان د آزادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې حملې پړه منلې ده.
خو د طالبانو حکومت د پيښې په هکله څه نه دي ویلي.
د آزادۍ جبهه هغه ډله ده چې ځان د افغانستان د خلکو مدافع او د طالبانو د حکومت مخالفه معرفي کوي.
ټیګونه