په افغانستان کښې دې ټول شموله حکومت جوړ شي
(last modified Thu, 05 May 2022 10:37:38 GMT )
May 05, 2022 15:07 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې دې ټول شموله حکومت جوړ شي

هند او فرانسې له امن او صلحه ایز افغانستان څخه د ملاتړ تر څنګ په دغه هېواد کې د پراخ بنسټه حکومت د تشکیل او د مېرمنو، ماشومانو او اقلیتونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده

د هندوستان لومړي وزیر نرندر مودي او د فرانسې جمهور رییس ایمانویل مکرون په پاریس کې تر لیدنې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په چارو کې پر نه لاسووهنې او د دغه هېواد ارضي تمامیت ته پر درناوي ټینګار کړی دی.

بلخوا، د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي چې د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارېدنه او د ترهګرۍ پراخوالی د زغم وړ نه دي او په وینایې، په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو د ۲۰۲۱میلادي کال په اګېسټ میاشت کې د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته واک تر لاسه کړ.

که څه هم دغو هېوادونو بیا ځلې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې، خو طالبان مدعي دي چې حکومت یې پراخ بنسټه او د ټولو قومونو استازو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت هم په کراتو په افغانستان کښې د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده.