ملګروملتو د ښځو په اړه د طالبانو په قوانینو ژوره اندېښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115718-ملګروملتو_د_ښځو_په_اړه_د_طالبانو_په_قوانینو_ژوره_اندېښنه_وښودله
یوناما د طالب چارواکو له لوري پر دغه اعلان سخت خپګان ښکاره کړ چې ښځې باید خپل مخونه پټ کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 00:36 Asia/Kabul
  • ملګروملتو د ښځو په اړه د طالبانو په قوانینو ژوره اندېښنه وښودله

یوناما د طالب چارواکو له لوري پر دغه اعلان سخت خپګان ښکاره کړ چې ښځې باید خپل مخونه پټ کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د طالب چارواکو له لوري پر دغه اعلان سخت خپګان ښکاره کړ چې ښځې باید خپل مخونه پټ کړي او له خپلو کورونو یوازې هغه مهال ووځي چې شدید ضرورت وي

یوناما همداراز د طالبانو د دې پرېکړې یادونه کړې چې که ښځو د دغو  سختو اصولو خیال ونه ساته نو نارینه به یې مجازات شي.

یوناما وايي، هغه معلومات چې دوی ترلاسه کړي، د طالبانو له لورې دا یوازې سپارښتنې نه دي، بلکې رسمي اوامر دي او په زوره یې عملي کوي.

د ملګروملتو مرستندوی دفتر د ښځو پر ضد د طالبانو تازه اقداماتو ته په اشارې ویلي چې د طالبانو دا اقدامات د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه نړیوالې ټولنې ته د دې ډلې له ګڼو ژمنو سره په ټکر کې بللي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر ویلي چې ډېر ژر به له طالب چارواکو سره د کتلو غوښتنه وکړي چې له هغو څخه د وروستۍ پرېکړې په اړه وضاحت وغواړي.

یوناما همداراز ویلي چې د افغان ښځو پر ضد د طالبانو د پرېکړې د اغېز او پایلو په اړه به له نړیوالې ټولنې سره هم سلامشورې وکړي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي، دې ډلې په ځلونو د هغه څه خلاف اقدام کړی چې په خوله یې بیان کړي دي. د تېر کال د اګست په ۱۵ مه له واک ته رسېدو وروسته یې بیا بیا ژمنې وکړې چې د حمل په ۳ یمه به د نجونو د ښوونځیو په شمول ټول ښوونځي پرانیزي خو تراوسه پورې یې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او حتي دې ته هم حاضر شوي نه دي چې د نجونو د ښوونځیو بندېدو ته کومه توجیه پیدا کړي.