د افغانستان د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون کار پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115864-د_افغانستان_د_پوځ_د_صفونو_د_تصفیې_کمیسیون_کار_پیل_کړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون خپل کار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 06:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون کار پیل کړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون خپل کار پیل کړی دی .

د افغانستان د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون په داسې حال کښې کار پیل کړی دی چې د طالبانو د صفونو د تصفیې کمیسیون څه موده مخکې خپل کار پاې ته رسولی دی .

د طالبانو د حکومت د صفونو د تصفیې کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي وویل د دغه بهیر له پیلیدا راهسې تراوسه څلورزره او درې سوه (۴۳۰۰) کسانو د طالبانو له صفونو څخه ایستل شوي او دغه بهیر بشپړه شوی دی .

پرون د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت د سرپرست محمد  یعقوب مجاهد په حکم د لطیف الله حکیمي په مشرۍ د پوځ د صفونو د تصفیې کمیسیون جوړ شوی او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ .

د طالبانو د صفونو د تصفیې د کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي تیر کال د قندهار ، د هلمند د زابل او د ارزګان ولایتونو له امنیتي او دفاعي چارواکو سره په غونډه کښې ویلي وو د طالبانو د صفونو تصفیه کول د افغانستان د نظام د بقا لپاره لومړی اساسي شرط دی .

هغه وویل هغه کسان چې د طالبانو له نوم څخه یې ناوړه استفاده کوله په بیلابیلو ولایتونو کښې پیژندل شوي ، نیول شوي او یا څنګ ته کړې شوي دي .