د ایران سفیر او د ملګروملتونو استازي کتنه وکړه
May 12, 2022 00:24 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران سفیر او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو استازي کتنه او خبرې وکړې .
په کابل کښې د ایران سفیر بهادر امینیان او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن ډبورا لاینز په دغه کتنه کښې د افغانستان د وروستیو اقتصادي ، سیاسي او د ټولنیزو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه .
د ایران او د افغانستان د خلکو ښې اړیکې ، ایران ته د افغانستان د ښاریزو تګ راتګ او په ایران کښې د څه د پاسه څلویښت لکه(۴۰۰۰۰۰) افغانستاني کډوالو شتون سبب شوی دی چې د افغانستان خلک د ایران اسلامي جمهوریت یو(۱) ډول خپل دوهم (۲)وطن وګڼي .
ټیګونه