د افغانستان او د ایران مطبوعات
عزیزانو د مطبوعات په پروګرام کې د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ته یوه کتنه کوو چي په خپله بهرني برخه کې مختلفو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی.
دغه ورځپاڼه لیکي د صهیونیستي رژیم د جنایتونو وحشي توب دومره زیات شوی چي د دې رژیم د ملاتړ ي سپینې ماڼۍ اعتراضات یې هم پارولي دي.
ورځپاڼه زیاتوي: د اسرائیلي ځواکونو له لوري فلسطیني خبریالې شیرین ابو عاقله شهادت له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی. د اسرائیلي رژیم جنایتونه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له لوري او له هغه وروسته د سپیني ماڼۍ له لوري غندل شوي دي .
تېره ورځ اسرائیلي ځواکونه د دغه شهیدي د جنازې په مراسم برید وکړ او د هغې د مړې او جنازې په مراسمو کې د ګډونوالو بې عزتي وکړه.
دغه ورځپاڼه په یو بل مطلب کې په لبنان کې پارلماني ټاکنو ته په اشارې سره دا پوښتنه مطرح کړې چي ایا دا ځلي له حزب ا... وکولایشي په کافي اندازه کرسۍ تر لاسه کړي او په ټاکنو کې بریالي شي؟
د ورځپاڼې په وېنا، په داسي حال کې چي په دې وروستیو کې اسرائیل او امریکا د لبنان د حزب ا... په ضد پروپاګنداو ته زور ورکړي او هڅه کوي چي د حزب ا... غورځنګ ترهګر معرفي کړي، لیکن دغه غورځنګ د فوځي بریاو تر څنګ د پلونو، سړکونو، روغتونونو او داسي نورو عام المنفعه کارونو په تر سره کولو سره، د لبنان د ولس په زړونو کې ځای موندلی دی، او ممکنه ده چي په روانه ټاکنو کې هم په پارلمان کې د پام وړ کرسۍ تر لاسه کړي او د دولت په جوړېدو پیاوړی رول ولوبوي.
دغه ورځپاڼه په یوه بله برخه کې بیا د نړۍ د ځینو مشهورو ورځپاڼو سرټکو ته هم انعکاس ورکړی دی چي په دوام کې به یې تاسو سره شریک کړو.
د امارات البیان ورځپاڼه لیکلي چي د عربي امارات فډرل شورا په موفقو رایو سره، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د دې هیواد د رئیس په توګه وټاکه.
یاده شورا چي د دوبی د حاکم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم په مشری جوړه شوې وه په یو بیانیه کې ویلي چي د خلیفه بن زاید آل نهیان په مړ کېدو سره، د هغه محمد بن زاید د هغه ځایناستی شوی دی.
د برازیل چاپ (فویادی سائو پائولو) ورځپاڼې بیا په خپله لومړۍ پاڼه کې د فلسطیني خبریالې وژلې ته په اشارې سره لیکلي: په نښتو کې باید په خبریالانو باندې برید نه وشي، په یو خبریال باندې مستقیمي ډزې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.
ورځپاڼه زیاتوي لیکن اسرائیل د فلسطیني خبریالې شیرین ابوعاقلې په وژلې بسنه نه ده کړې او د هغې د جنازې په مراسمو هم برید کړی دی.
اطلاعات
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه بیا د افغانستان په پلازمینې کابل کې د اهل تشیع د عالمانو په غونډه باندې د طالبانو د برید په هکله لیکنه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي چي د کابل په علميه حوزه کې د اهل تشیع د عالمانو رسندویي غونډه د طالبانو تر برید وروسته لغوه شوه.
ټاکل شوې وه چي په دې غونډه کې د افغانستان د روانو حالاتو په هکله د دیني علماو تر مینځ خبري اترې وشي.
د افغانستان حزب وحدت اسلامي ګوند د طالبانو له لوري د ملکي وګړو د وژلې او شکنجې غندنه کړې ده.
دغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي: د ترکیې یو شمېر خلګو د فلسطیني خبریالې شیرین ابوعاقله په وژلې باندې په اعتراض سره، په استانبول کې د اسرائیلي رژیم د سفارت مخې ته په مظاهراتو لاس پوري کړي دي .
هغوي په دغو مظاهراتو کې د اسرائیل په ضد او له دې رژیم سره د جوړجاړی په خلاف شعارونه ورکړ.
ورځپاڼه په دوام کې د نړۍ په کچه د خوراکي توکو د کمښت څخه د اندېښنې د ښودلو په ترڅ کې لیکي چي د ملګرو ملتونو اداره د ( جی ۷ ) ډلې له هیوادونو غوښتنه کړې چي په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت مخنیوي وکړي ځکه چي سږ کال په نړۍ کې او په تېره بیا په اسیا او افریقا براعظمونو کې د وږو شمېر ۴۰ میلیون زیات شوی دی.
ورځپاڼه همدارنګه لیکي چي هندوستان هم د لوږې د مخنیوی په موخه د غنمو په صادارات یې بندیز لګولی دی. دهندوستان دولت ویلي چي یوازې هغو هیوادونو ته د غنم د لېږدولو اجازه ورکوي چي له لوږې سره مخ وي، هند د نړۍ په کچه د غنمو دوهم تر ټولو ستر صادروونکی بلل کیږي.
جوان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼې بیا لیکلې چي د سوریې په اسمان کې د مسکو او تل ابیب تر مینځ ټنشن زیات شوی دی.
ورځپاڼه لیکي چي د سوریې له خبرداریو سره سره، اسرائیلي رژیم یو ځلي بیا د دې هیواد په مختلفو سیمو یې بریدونه کړي چي د امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي، خو ورځپاڼه زیاتوي چي د اسرائیلي رژیم د جیټ الوتکو له خوا ۳۲ توغندی په سوریې توغول شوي وې چي ۸۰ سلنه یې د سوریې د هوایي دفاع د توغندوي سیسټم له لوري په نښه شوي دي.
د دې برید سره همهاله ترکیه هم د نبل او الزهرا په سیمو کې د ځایي امنیتي ځواکونو د جنازې په مراسمو برید کړي چي د امله یې یو ماشوم په شهادت رسېدلي او یو بل تن ټپي شوی دی.
د ورځپاڼې په وینا د ترکیې او د اسرائیل بریدونه په سوریې کې د داعشیانو او نورو ترهګرو ډلو څخه په ملاتړ کې تر سره کیږي چي د ملګرو ملتونو ته د سوریې د اعتراضي لیک سره سره، بیا هم امریکا، لوېدیځ هیوادونه او د امنیت شورا په اړه یې چوپه خوله پاتې شوې ده.
اوس به راشو د افغانستان مطبوعاتو ته ، تاسو ته معلومه چي په افغانستان کې ورځپاڼې نه چاپیږي او خپل مطالب په انلاین توګه خپروي.
مسیر
اول د مسیر ورځپاڼې ته یوه کتنه کوو، دغه ورځپاڼه د افغانستان په هکله د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګئي لاوروف وېناو ته انعکاس ورکړی دی چي ویلي: سرګي لاوروف وایي ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان اوسنی حکومت له خپلو ټولو مخالفینو سره د مذاکراتو او خبرو لار خپله کړي، یو ملي بحث پيل کړي او په دغه هېواد کې د ټولو سیاسي جریانونو له ګډون یو پیاوړی حکومت جوړ او دایمي ثبات ته لار جوړه کړي.
سرګي لاوروف همدا راز د افغانستان په مسئله کې پر دخیلو هېوادونو هم غږ کړی چې په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له لړۍ ملاتړ وکړي او له دغه هېواد سره د دایمي ثبات په راوستو کې همکاري وکړي. لاروف وايي چې د افغانستان ثبات د سیمې او روسیې لپاره مهم دی او تمه لري چې دلته روانې نښتې او بې ثباتۍ پای ته ورسېږي.
سپوږمۍ
دغه انلاین خپرونه بیا د افغانستان د اهل تشیع له عالمانو سره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست ویناو ته انعکاس ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د اهل تشیع علماوو سره په ناسته کې ویلي چې دښمن هڅه کوي د افغانانو ترمنځ د تفرقې په اچولو سره خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دښمن نه دی توانېدلی، چې لږ تر لږه یوه کوچنۍ پوسته هم تر لاسه کړي، له همدې امله غواړي چې جوماتونو او تکیه خانو کې په چاودونو سره د افغانستان د قومونو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.
د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست تاکید کړی چي دغه ډله له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړي او له نورې نړۍ هم غواړي چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او له دوی سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي.