په افغانستان کې د کرونا ضد واکسن کمپین پیلیږي
May 27, 2022 14:09 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې به د کرونا ضد واکسین نړیوال کمپاین تر راتلونکې یوې میاشتې پوري پیل شي.
د اوا له راپور سره سم، دغه سازمان نن پنجشنبه د «می ۲۶» په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې به کمپاین پیل شي.
د دغه سازمان په وینا، په پام کې ده چې دغه پروګرام د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.
د دې پروګرام له مخې، تمه کیږي چې د ۱۸ کالو څخه پورته ۵ میلیونه خلګ د کرونا واکسین ترلاسه کړي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا له امله د مړینو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.