په افغانستان کې د کرونا ضد واکسن کمپین پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116500-په_افغانستان_کې_د_کرونا_ضد_واکسن_کمپین_پیلیږي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې به د کرونا ضد واکسین نړیوال کمپاین تر راتلونکې یوې میاشتې پوري پیل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 09:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د کرونا ضد واکسن کمپین پیلیږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې به د کرونا ضد واکسین نړیوال کمپاین تر راتلونکې یوې میاشتې پوري پیل شي.

د اوا له راپور سره سم، دغه سازمان نن پنجشنبه  د «می ۲۶» په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې به کمپاین پیل شي.

د دغه سازمان په وینا، په پام کې ده چې دغه پروګرام د افغانستان ۳۴ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د دې پروګرام له مخې، تمه کیږي چې د ۱۸ کالو څخه پورته ۵ میلیونه خلګ د کرونا واکسین ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا له امله د مړینو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.