ناامنۍ د زده کوونکو د شمیر د کمیدا سبب شوي ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په بلخ ولایت کښې د ناامنیو په دلیل د زده کوونکو شمیر د کمیدا په حال کښې دی.
په داسې حال کښې چې د افغانستان بلخ ولایت یوازنی ولایت دی چې هلته د هلکانو او د انجلیو ټولګې له لومړي ټولګي څخه رانیولي تر دولسم ټولګي پورې خلاص دي زده کوونکي او معلمان وايي د ناامنیو په دلیل د دغه ولایت د ښوونځیو د زده کونکو شمیر پنځوس فیصده کم شوی دی.
سره له دې د افغانستان د بلخ د معارفو ادارې ریاست وايي: د سیمې د ښوونځیو امنیت تامین دی او د ښوونځیو پرضد د امنیتي ګواښ په هکله اوازې د دوښمانانو کار دی.
د افغانستان په درې دیرشو ولایتونو کښې له شپږم ټولګي څخه د بره ټولګیو ښځینه زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوي خو په بلخ ولایت کښې ټول انجلۍ له لومړي ټولګي څخه رانیولي تر دولسم ټولګي پورې د اسلامي ستر په رعایتولو سره ښوونځیو ته ورځي او هغوې ته د درس ویلو اجازه ورکړل شوي ده.
د افغانستان د حکومتي ښوونځیو یوشمیر زده کونکو صدای افغان خبري اژانس ته ویلي دي په مزاشریف ښار کښې وروستیو بم چاودنو خلک اندیښمن کړي دي او کورنۍ د ناامنۍ له ویرې او دا چې په ښوونځیو باندې حملې وشي اجازه نه ورکوي چې خپل بچیان ښوونځیو ته واستوي.