افغانستان کښې د بیزو د چیچک هیڅ مثبته پيښه نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116682-افغانستان_کښې_د_بیزو_د_چیچک_هیڅ_مثبته_پيښه_نشته
افغانستان کښې د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2022 02:03 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د بیزو د چیچک هیڅ مثبته پيښه نشته

افغانستان کښې د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې.

افغانستان کښې د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د بیزو چیچک ناروغۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا ناروغي تر اوسه پورې په افغانستان کې نه ده تثبیت شوې.

د طالبانو روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د بیزو چیچک ناروغي ځینې مشکوکې پېښې ثبت شوې وې او یاد کسان د دوی د روغتیایي ټیمونو تر څارنې لاندې وو چې د ټولو ازمایښتونه منفي راوتلي دي.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی و چې کابل او نیمروز ولایت کې د بیزو چیچک مشکوکې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت مسوولینو ویلي وو چې د بیزو چیچک دا پېښې قطعي نه دي خو په دې اړه د دوی څیړنې روانې دي.