ننګرهار کښې د غنمو حاصلات کم شوي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دغنمو په حاصلاتو کې پنځه ویشت سلنه کمښت راغلی دی.
ځایي چارواکي یي لامل طبیعي افات ، د اوبو کمښت او وچکالي بولي.
د ننګرهار دکرنې ، مالداري او د اوبولګولو ریاست د پلان او برنامو مشر عطاالحق بشري خبري رسنیو ته ویلي چې په ننګرهار کې سږ کال په ۶۶ زره ۱۱۹ هکتاره زمکه غنم کرل شوي و چې د اټکل له مخې ترې ۱۵۶ زره اته سوه نهه پنځوس ټنه حاصلات راټول شویدي .
نوموړي ویلي تېر کال په ۶۷ زره پنځه سوه یو اویل هکټاره زمکه غنم کرل شوي و چې ۲۰۹ زره یو سلو شپږ پنځوس ټنه حاصل یې ورکړی و.
عطا الحق بشري وایي د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې پنځه ویشت سلنه کموالی راغلی دی . بل پلو د ننګرهار د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو ریس مولوي عبدالستار محمد بیا خبري رسنیو سره په خبرو کې د غنمو د حاصلاتو د کښت لاملونه ، طبیعي ، افاتونه، وچکالي او د اوبو کښت یاد کړي دي .
هغه ویلي اړونده ادارې یې هڅه کړې وه چې پر خپل وخت کروندکرو ته دغنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي خو پر وینا یې چې طبیعي افتونو او وچکالۍ د غنمو د حاصلاتو د ډیرښت مخه ونیوله.
ډیری هغه کروندګر چې په خپلو زمکو یې غنم کرلي او لږ حاصل یې تر لاسه کړی هم خواشینې دي او وایي په دې ولایت کې د اوبه خور ناسم او له کاره لویدلی سیسټم دکرهڼیز پرمختګ او حاصلاتو د ډیرښت مخه نیولی ده .
کروندګر له کرهڼې ،مالدارۍ او اوبولګولو ادارې له چارواکو غواړي چې د وچکالۍ د مخینوي لپاره دې د اوبه خور سیستم ورغول شي.
ننګرهار یو کرهڼیز او د پراخو کرهڼیزو زمکو او اوبو لرونکی ولایت دی خو د کرهڼیزو چارو کارپوهان وایي که د سپین غره په لمنه کې روانې اوبه زیرمه او پر خپل وخت وکارول شي نو نه یوازی دا چې د دې ولایت ټولې للمې زمکې به تر اوبو لاندې شي بلکې د حاصلاتو په کچه ګې به هم پام وړ ډیر والی راشي.