اسلامي ایران د افغانستان د پرمختګ ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116886-اسلامي_ایران_د_افغانستان_د_پرمختګ_ملاتړی_دی
زمونږ خبریال وايي د « بهارنو» نړیوال نندرتون په کابل کښې د ایران د شرکتونو په ګډون سره د ترسره کیدا په حال کښي دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 05:20 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د افغانستان د پرمختګ ملاتړی دی

زمونږ خبریال وايي د « بهارنو» نړیوال نندرتون په کابل کښې د ایران د شرکتونو په ګډون سره د ترسره کیدا په حال کښي دی.

دغه نندرتون پرون د طالبانو د حکومت د چارواکو په ګډون سره د افغانستان د صنعتي او د اقتصادي ضرورتونو د معرفي کولو او په دغه هیواد کښې د پانګونې د اهمیت په هدف سره پرانیستل شو.

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت اقتصادي سلایار حسن شیرزادي د « بهارنو» د نړیوال نندرتون د پرانیستلو په درستو کښې وویل ایران د افغانستان د اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره ملګرتیا کولو ته چمتو دی.

هغه د «بهار نو» د نړیوال نندرتون په څنګ کښې ایران پریس خبري اژانس ته وویل په ایران کښې د افغانستان د کډوالو څو لسیزې شتون او د ایران د محصولاتو او د خدماتو پیژندګلوۍ په افغانستان کښې له دغو محصولاتو د استفادې لپاره تر ټولو ښه ظرفیت دی.

په کابل کښې د ایران د سفارت اقتصادي سلایار جوته کړه ایران چمتو دی د افغانستان د اقتصادي او د صنعتي برخې د اړتیا وړ او لومړي مواد تامین کړي او د افغانستان د صنعتي پراختیا لپاره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د خلکو په څنګ کښې و او دی او په سختو شرایطو کښې یې د هغو ملاتړ کړی دی.

په افغانستان کښې د نوي حکومت واک ته په رسیدا سره ایران د افغانستان له خلکو سره هیڅ ډول مرستې ډډه نه ده کړي او د امنیت په سیوري کښې د پراختیا لپاره د طالبانو له حکومت سره یې  خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړی دی.