د پېښور او مزار شریف تر مینځ د ریل ګاډې پټلی جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116930-د_پېښور_او_مزار_شریف_تر_مینځ_د_ریل_ګاډې_پټلی_جوړیږي
د پاکستان د رېل ګاډو د پتلی  د وزارت مرستیال په اسلام آباد کې د ازبکستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان د مزار شریف او پېښور تر مینځ د رېل ګاډو د پټلی په جوړولو خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • د پېښور او مزار شریف تر مینځ د ریل ګاډې پټلی جوړیږي

د پاکستان د رېل ګاډو د پتلی  د وزارت مرستیال په اسلام آباد کې د ازبکستان له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان د مزار شریف او پېښور تر مینځ د رېل ګاډو د پټلی په جوړولو خبرې وکړې.

د ازبکستان سفیر آی بیک عثمان اف د پاکستان د ریل ګاډو د پټلی د وزارت مرستیال ظفر زمان رنجا سره په لیدنه کې تاکید وکړ چي د پېښور او د مزار شریف تر مینځ د پټلی په جوړېدو سره، به د پاکستان، افغانستان او ازبکستان تر مینځ سوداګریزي اړیکې او فرهنګي تګ راتګ پیاوړي شي.

د افغانستان بلخ ولایت د ازبکستان له هیواد سره ګډې پولي لري.

په تېر میلادي کال کې د پاکستان او ازبکستان تر مینځ کابو ۱۸۱ میلیون ډالره تجارت شوی او په ازبکستان له ۱۶۳ زیات پاکستاني شرکتونه فعالیت کوي.