داعش ډله د مرکزي اسیا لپاره ګواښ دی
زمونږ خبریال وايي په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره ګواښ دی.
«اورسیا ریویو» مجلې په یوه راپور کښې ولیکل: تیره میاشت داعش ډلې ادعا وکړه چې د افغانستان له خاورې یې په تاجیکستان هیواد څو راکټونه ورویشتلي دي او دغه ډله په افغانستان کښې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د مرکزي اسیا د هیوادونو لپاره ګواښ دی.
په تاجیکستان باندې د داعش ترهګرې تکفیري ډلې حمله د امنیتي مسائیلو په هکله په طالبانو باندې بې اعتمادۍ راښکاره کړه او دغه خبره په ګوته کوي چې طالبان د داعش ډلې د له مینځه وړلو له ادعا سره سره د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان له خاورې د داعش ډلې د حملو د مخنیوي لپاره په خپلې ژمنې عملي کولو کښې بریالي نه دي.
له بلې خوا د ملګروملتونو د څیړاندو یوه ډله د افغانستان په هکله په یوه راپور کښې باوري ده چې داعش او القاعده به تر راتلونکي میلادي کال پورې په نړیواله سویه د حملو د ترسره کولو توان ونلري.