امریکایي سناټور د طالبانو په حکومت سختې نیوکې کړي
Jun 10, 2022 01:48 Asia/Kabul
د امریکا د سنا غړی میچ مککانل په افغانستان کې د طالبانو په حکومت باندې د تورونو په لګولو سره ادعا کړې چې اوس ترهګر او انسان تښتوونکي په افغانستان کې حاکمیت لري.
طالبانو سره د واشنګټن د دښمنیو په دوام کې دغه امریکایي سناټور ادعا کړې چي په کابل کې د طالبانو-حقاني حکومت یوازې د ترهګرو ملاتړی نه دی، بلکې د ترهګرو او انسان تښتوونکو یو ګډ حکومت دی چې له القاعدې سره ژورې اړیکې لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا تر دې دمه د دغه امریکایي سناټور تورونو ته ځواب نه دی ویلی.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا خپله په افغانستان کې داعش ډلي څخه په ملاتړ تورن دی او په ځلونو د امریکایي ځواکونو له خوا له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د داعش د ترهګرو د لېږدولو په اړه راپورنه خپاره شوي دي.
ټیګونه