افغانستان کې د "اوړو بیې ۴۷ سلنه" لوړې شوي
زمونږ خبریال وايي د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې د اوړو بیې نژدې ۴۷ سلنه لوړې شوې دي.
افغانستان کې د اوړو بیې داسې مهال په کمساري ډول لوړيږي، چې د دغه هېواد په ډېرو برخو کې د غنمو فصل ټول شوی او تازه بزګرو درمندونه اخیستي دي.
د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د غنمو او اوړو بیې په اوسني موسم کې- دې ته په پام چې د غنمو فصل ټول شوی وي، پرتله ییز ډول ارزانه کېږي. خو برعکس سږ کال نرخونه پورته ختلي دي.
سور صلیب وايي "د بانکي سیستم پرځېدو، د نغدو پیسو کموالي او د ګټې وټې له لاسه ورکول" هغه څه دي چې په ډراماتیک ډول یې پر خلکو اغېز کړی او له همدې امله ګڼې کورنۍ لومړني توکي نه شي برابرولی.
سور صلیب زیاتوي، اوسمهال څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د دغو اړو خلکو ژوند لا سخت کړی دی.
په جلال اباد او کابل کې هټیوالو ویلي، تېرو درېیو میاشتو کې د اوړو ترڅنګ د نورو ګڼو توکو بیې هم په بې ساري ډول لوړې شوې دي.