ملا برادر وايي د حکومت دفاع په خلکو فرض ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117222-ملا_برادر_وايي_د_حکومت_دفاع_په_خلکو_فرض_ده
د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال دغه راز د طالبانو ځواکونو سره د دغه ولايت د خلکو د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې او پر متقابل درناوي يې ټينګار کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2022 00:56 Asia/Kabul
  • ملا برادر وايي د حکومت دفاع په خلکو فرض ده

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال دغه راز د طالبانو ځواکونو سره د دغه ولايت د خلکو د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې او پر متقابل درناوي يې ټينګار کړی دی.

د افغان  طالبانو د واکمنۍ خلاف د وسله والو او سياسي مخالفتونو له زياتيدو سره، د دوی د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کندهار ولايت ته تللی.

نوموړي په دې سفر کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ليدنه کړې او خپلو جنګياليو ته يې وينا کړې ده.

ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي: د نظام ساتنه هغسې فرض ده، لکه د کفارو خلاف چې جهاد فرض و.

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال دغه راز د طالبانو ځواکونو سره د دغه ولايت د خلکو د نږدې همکارۍ غوښتنه کړې او پر متقابل درناوي يې ټينګار کړی دی.

ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کندهار په ګډون د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د طالبانو خلاف د ځينو وسله والو هڅو د پيل راپورونه ورکړل شوي.