طالبان په هرات کښې د خلکو موبایلونه ګوري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117260-طالبان_په_هرات_کښې_د_خلکو_موبایلونه_ګوري
په هرات ولایت کښې طالب وسله والو په غیرقانوني توګه د خلکو ټیلیفونونه کتلي او پلټلي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2022 03:02 Asia/Kabul
  • طالبان په هرات کښې د خلکو موبایلونه ګوري

په هرات ولایت کښې طالب وسله والو په غیرقانوني توګه د خلکو ټیلیفونونه کتلي او پلټلي دي

شفقنا خبري آژانس پرون خبر ورکړی چې په هرات کښې طالبانو د خلکو په تیره بیا د ځوانانو په اودرولو سره د هغوي موبایل ټیلیفونونه کتلي او پلټلي دي.

ښاریزو د طالب ځواکونو په دغه اقدام او د خلکو د شخصي حریم په خیال نه ساتلو باندې اعتراض کړی دی.

تراوسه د طالبانو له خوا په خپل سرې توګه د خلکو د نیولو او یا حتی د وژلو په اړه ګڼ رپورټونه خپاره شوي دي.

د طالبانو چارواکو په ولایتونو کښې د خپلې ډلې د کسانو دغه ډول اقدامات (خپل سري) بللي دي او په دې اړه یې د تحقیقاتو د کولو او د قوانینو د خلاف ورزي کونکو کسانو د پیژندلو ژمنه کړې ده