افغان انوېسټ  نومې شرکت په افغانستان کې پانګونه کوي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i117488-افغان_انوېسټ_نومې_شرکت_په_افغانستان_کې_پانګونه_کوي
له ملی اقتصاده  ملاتړ، د کرهڼيزو، تجارتي  او طبي برخو پشمول  په مختلفو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره د افغان او بهرنیو پانګوالو هڅول ، په افغانستان کې  د پانګونې د ترټولو ستر شرکت ؛افغان انویسټ نومې شرکت ترټولومهمې موخې  اعلان شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2022 07:22 Asia/Kabul
  •  افغان انوېسټ  نومې شرکت په افغانستان کې پانګونه کوي  

له ملی اقتصاده  ملاتړ، د کرهڼيزو، تجارتي  او طبي برخو پشمول  په مختلفو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره د افغان او بهرنیو پانګوالو هڅول ، په افغانستان کې  د پانګونې د ترټولو ستر شرکت ؛افغان انویسټ نومې شرکت ترټولومهمې موخې  اعلان شوي دي .

د طالبانو حکومت  د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره پر داخلی توان او بهرنیو پانګونو باندې په تکیې سره د امریکا له بندیزونو وروسته په دغه  هیواد کې ؛افغان انویسټ په نامې سره دپانګونې ترټولو ستر شرکت افتتاح کړ .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، په افغانستان کې د  پانګونې ترټولو ستر شرکت ، پرون مازدیګر د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر د مرستیال ملا عبدالغني برادر ، بهرنیو ډيپلوماټانو  او  په کابل کې د ایران د  سفارت اقتصادي سلایار په شتون سره  معرفي شو .

په راپور کې وئيل شوي دي ،ددغه شرکت(افغان انویسټ) لومړنۍ پانګه  دوه سوه پنځوس میلیون ډالره چې د افغانستان د اقتصاد په ضد د امریکا له بندیزونو وروسته د افغانستان د پانګونې ترټولو ستر شرکت په توګه  ئې ، پر داخلی توان  په تکیې سره  خپل فعالیت پيل کړی دی .

له ملی اقتصاده  ملاتړ، د کرهڼيزو، تجارتي  او طبي برخو پشمول  په مختلفو اقتصادي برخو کې د پانګونې لپاره د افغان او بهرنیو پانګوالو هڅول ، په افغانستان کې  د پانګونې د ترټولو ستر شرکت ؛افغان انویسټ نومې شرکت ترټولومهمې موخې  اعلان شوي دي .

 ملګرو ملتو  اعلان کړی دی ،  دافغانستان  دخلکو څه دپاسه نوي فی صده  برخه  له لوږې کړیږي  او که نړیواله ټولنه   ددغه بحران دختمولو لپاره له افغانانو سره مرسته ونه کړي ،نو یوه ستره انساني غمیزه به رامینځةشي .