ملګرو ملتونو دوه طالب چارواکي ممنوع السفر کړل
Jun 21, 2022 08:56 Asia/Kabul
په دې طالب چارواکو کې يو د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني او بل د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال سعیداحمد شهیدخیل دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د طالبانو پر دوو چارواکو له دې کبله د بهرنيو سفرونو بندیزونه ولګول، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي.
په دې طالب چارواکو کې يو د طالبانو د لوړو زده کړو وزير مولوي عبدالباقي حقاني او بل د طالبانو د پوهنې وزارت مرستيال سعیداحمد شهیدخیل دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د نورو هغو طالب مشرانو د سفرونو په اړه ، چې مخکې منع شوي وو ، خو بيا موقتي اجازه ورکړل شوې ده ، د درېو نورو میاشتو لپاره ورته اجازه تمدید کړه.
طالبانو د یادې کمېټې د پریکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه