ننګرهار کښې لسګونه کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي
د ننګرهار چارواکي وایي په نیول شویو کسانو کې هغه طالبان هم شامل دي چې له قانونه یې سرغړونه کړې وه
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد طاهر مبارز په یوه خبری ناسته کښې وویل: د امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو کارکوونکو او پولیسو په تېره یوه میاشت کې په جنایي جرمونو ککړ یو سل اته ویشت تنه نیولي دي.
نوموړي وویل: په نیول شویو کسانو باندې د وسله والې غلا، وژنو،سړې تښتونو، د نشه ایزو توکیو د پلور او داسې نورو تورونه لګیدلي دي .
مولوي محمد طاهر مبارز زیاته کړه چې د نیول شویو له ډلې درې تنه د قتل،لس تنه د غلا،اته تنه دانسان تښتونې،لس تنه د جعل او تذویر،څوارلس تنه د زنا،پنځه تنه د دوکې ورکولو،پنځه تنه د انساني قاچاق او پاتې نور یې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي،
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر همداشان وویل چې له نیول شویو کسانو سره څو عرادي موټرې، وسلې ، مهمات او نشه یی توکي هم دپولیسو لاسته ورغلي دي. هغه وویل د نیول شویو کسانو دوسیې به ډیرې زر د پریکړو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.
په دې خبري ناسته کې یو شمیر نیول شویو کسانو هم په خپلو کړو جرمونو اعتراف وکړ. د ننګرهاراوسیدونکي د پولیسو ددې اقدام له امله خوښ دي خو وایي یوازې د مجرومینو په نیولو او بېرته خوشې کولو د جرمونو کچه نه راکمیږي . دوي وایي تر هغې چې مجرمینو ته دهغوې د کړنو له امله په څرګنده جزا ورنکړل شي، ناشونې ده چې د جرمونو مخه ونیول شي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ داسې مهال په دومره شمیر کې په جنایي جرمونو ککړ کسان نیسي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د جنایي جرمونو کچه خورا لوړه شوې چې له امله یې د ځایي خلکو اندیښنې هم زیاتې شوې دي.